پېژندنه

پېژندنه

اونۍ یوه غیر انتفاعي مؤسسه‌ ده ( ثبت شمېره ۵۲۲۹، د افغانستان اقتصاد وزارت) چې هدف یې د یو پلاټ فورم په صفت د پوهاوي، تعامل او همکارۍ له لارې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړوند موضوعات په برخه کې فعالیت وکړي. اونۍ غواړي چې د څېړنې، دادخواهي او زده کړې له لارې د اقلیمي بدلون په نتیجه کې رامنځته شوي خطراتو لپاره پایه دارې او د افغانستان د ټولنې د ضروریاتو پر اساس حل لارې وړاندې کړي.
د اونې لیدلورۍ یوازې د افغانستان پر پولې پورې محدود نه دی، بلکې اونۍ اقلیمي بدلون یوه نړېواله ننګونه بولي، چې ګډې هڅې او عملي ګامونه ته اړتیا لري تر څو د موجوده ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کړي.
بلخصوص په سیمه ییزه کچه د اقلیمي بدلون ډيپلوماسي د اونۍ د فعالیت د ساحې یو له څلورو اصلي ستونونو څخه شمېر کېږي چې هدف يې د شخړې پر ځای د همکارۍ لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.
اونۍ ژمنه ده چې په افغانستان کې د علمي څېړنې پر بنسټ داسې اقدامات غوره کړي چې د زرغون انتقال په ټولو اړوند سکتورونو کې لاره همواره کړي. د یادونې وړ ده چې په دې هڅونو کې به د انرژي او اوبو سکتورونو ته په خاصه توګه پاملرنه وشي.
“راځئ د اقلیمي بدلون ننګونې په فرصتونو بدلې کړو تر څو چې په افغانستان او سیمه کې پایه داره پرمختګ ، سولې او ثبات ته لاره هواره شي!”

د موږ لرلید

موږ غواړو چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ننګونو ته د څیړنې، دادخواهي، زده کړه او ډیپلوماسۍ له لارې هراړخیز او پایه داره حل لارې چمتو کولو کې مخکښه سازمان واوسو.

د موږ ماموریت

د څیړنو له لارې د اقلیمي بدلون د اغیزو د تطبیق او کمولو لپاره هراړخیزې او پایه داره حل لارې چمتو کول او د زده کړې، دادخواهي او سیمه يیزې ډیپلوماسۍ له لارې د دې اقداماتو پلي کول.

د موږ موخې

  • په افغانستان او د سویلي- مرکزي آسیا ترمنځ په سیمه ييزه کچه د بشري فعالیتونو په پایله کې د اقلیمي بدلون په اړه څېړنې ترسره کول.
  • دولتي او غیر دولتي ادارو ته د پالیسۍ په تړاو مشورې ورکول.
  • د افغانستان او سویلي- مرکزي آسیا ترمنځ له ځوانو استعدادونو او فعالانو سره د شبکې جوړولو، نښلولو او تعامل لپاره د حل لارو جوړول.
  • د اقلیمي بدلون د اقداماتو له اهمیت په اړوند د رسنیو، ټولنیزو شبکو کمپاینونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو او سیمینارونو له لارې په افغانستان او سیمه کې دادخواهي کول.