په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اړوند موضوعاتو، د شواهدو پر بنسټ چمتو شوو راپورونو، پالیسي لنډیزونو، علمي مقالو، ګردي میزونو او سیمینارونو له لارې، څېړنې او دادخواهي
د راپورونو خپرولو او کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو تنظیمولو له لارې دولتي او غیر دولتي ادارو ته د پالیسۍ په برخه کې مشورې ورکول
د افغانستان ځوانو څیړونکو او پوهانو ته د یوه پلټفورم چمتو کول تر څو دوی وکولی شي چې د علمي مقالو او پریزینټیشنونو له لارې خپل نظریات او حل لارې شریکي کړي
ښونځيو او لوړو زده کړو موسساتو کې د SDGs (د پایه دارې پراختیا اهداف) سره سم د اقلیمي بدلون په برخه کې د ټولو لپاره زده کړې ته د خپرونې او عامه پوهاوي کمپاینونو له لارې وده ورکول.
له سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو څخه د ظرفیت لوړولو د هڅو او د مالي امکاناتو په ترلاسه کولو کې د تعلیمي ادارو سره مرسته
د افغانستان په کلیو کې بزګرانو ته د اقلیمي بدلون په اړه زده کړې ورکول
اقلیمي بدلون په برخه کې سیمه ییزې همکارۍ ته د خپرونو، کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو او شبکه سازي له لارې اقلیمي بدلون کې سیمه ییزې همکارۍ ته وده ورکول
د سیمه يیز اقلیمي بدلون د ادارو او سازمانونو ترمنځ د ګډې څېړنو د آسانتیا برابرول
د ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو علمي سازمانونو ترمنځ د اقلیم بدلون اړوند د زده کړې لپاره د ګډ پروګرامونو وده ورکول
د ټولنیزو رسنیو کمپاینونه: د اوسني اقلیم بدلون د ستونځو په اړه د شواهدو پراساس د ټولنیزو رسنیو له لارې کمپاینونه ترسره کول، اړین اقدامات وړاندیز کول، د SDGs(د پایه دارې پراختیا اهداف) او A-NDCs ( په ملي کچه ټاکل شوي ژمنې) سره سم د بدلون لپاره د حل لارې وړاندې کول
د افغانستان سره تخنیکي او مالي ملاتړ: په کلیدي برخو کې د دوامداره پراختیا موخو ته د رسیدو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه په سیمه ییزو او نړیوالو فورومونو او کنفرانسونو کې له افغانستان سره د تخنیکي او مالي ملاتړ لپاره ښکېلېدل او دادخواهي کول
د افغان او بهرنیو څېړونکو تر مینځ روابط پیاوړي کول: د اقلیمي بدلون اړوند د افغان او بهرنیو څېړنیزو ادارو او خصوصي سکتورونو ترمینځ د همکارۍ لپاره آسانتیاوې او روابط پیاوړي کول